انصار: (د مرغومی ۱۷ مه)، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې هیڅ هېواد، بنسټ او هیڅوک حق نه لري چې د دوی له رژیم څخه د خلکو د نیولو په اړه پوښتنه یا یې د دغو کړنو په تړاو نیوکې وکړي.
هغه د طالبانو لخوا د « بې حجابۍ» په نوم د ښځو د نیولو وروستیو راپورونو ته په اشارې ویلي چې دا نیونې د « قوانینو» له مخې کیږي.
طالب ویاند د هغو « قوانینو» یادونه نه ده کړې، چې دوی یې له مخې ښځې او نجونې بندیانوي او لباس اغوستل یا ظاهري بڼه یې د شریعت خلاف او بې حجابي بولي.
مجاهد زیاتوي::«هېڅ بنسټ، هېڅ هېواد او هېڅوک حق نه لري چې ووايي ولې نیول شوي یا ولې نیول کېږي. په هر صورت لومړی موږ دا نه تاییدوو چې په افغانستان کې خپل سرې نیونې شتون لري او دویمه دا چې که چېرې په کوم ځای کې نیونه کېږي هغه د قوانینو پر بنسټ دي.»
د طالبانو دا ډول نیونې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او خلکو توندو نیوکو سره مخ شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې له طالبانو مخکې د افغانستان هیڅ حکومت له ښځو سره داسې چلند نه و کړی؛ بلکې ټولو د افغاني او اسلامی اصولو له مخې د ښځو درناوی کړی و او د ناموس په سترګه یې ورته کتلي وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29457